نظم

د بولو جلاب

Khushal Khan Khattak

ريوند چيني واخله عاقله

جوکار هم ورسره دله

بياشوره يې قلمي کړه

همه واړه په سمي کړه

يودرم دې هر يو وينه

په ښه شان دې ميده شينه

چې همه سره وسرويې

په لسۍ کې يې کړه تويې

همه واړه سره نوش کړه

اندري جاړ وي له ما گوش کړه

ورپسې هم لسي ډېره

تر حساب تر شماره تېره

پی در پی څښه بې تعطليله

دي جلاب بې قال و قيله

ستا پېشاب به شي سېلاب

دا رنگ کښلي په کتاب