غزل

دا چجې وايي چې ډېر مهر په پلانۍ کړې

Khushal Khan Khattak

دا چجې وايي چې ډېر مهر په پلانۍ کړې

په يارۍ دې رضا نه ده بهانې کړې

ستا وصال په دعا غواړم، نه يې مومم

ما په ډېر ورتله راتله ستړي ستانې کړې

زه دې ستا په کوی کې ومرم، شانه تراشې!

گوندې هډ مې تورو زلفو ته شانې کړې

زړه مې ستا وتېر ته نخښه ده قتالې!

پرې به کله جوړ د غشيو پرخانې کړې

چې جمال وته دې گورم حيرانېږم

خدای په ما باندې يوسف د زمانې کړې

سحر گر په سحر تورې اوبه پرڼ کا

تا زما اوښکې په مخ دانې دانې کړې

زه چې شونډې ستا په شونډو باندې کښېږدم

وايم نوشې مې د ميو پيمانې کړې

زما زړه لکه مزری و خاوند خدای مې

ستا د سترگو و هوسيو ته ژانې کړې

د خوشال په دود به ستا ورته پراته وي

چې په پښو يې ستا د زلفو زولانې کړې