غزل
د همه خلقو نظر په خپل بهبود دی
Khushal Khan Khattakد همه خلقو نظر په خپل بهبود دی
په هر څه کې ورته څرمه خپل مقصود دی
چې څه درد دعشق لري تري به ځارېږم
که مومن دی، که ترسا دی که جهود دی
چې خپل يار وته نظر وکړم خوشال شم
تر جمال پورې يې بل جمال مفقود دی