غزل
دا چې گرځي، کښېني، پاڅي پايڅې لنډې
Khushal Khan Khattakدا چې گرځي، کښېني، پاڅي پايڅې لنډې
ښانکي وهي دربلي څربې لنډې
دا همه واړه رهزن د طريقت دي
خپلې خونې لره وړي پرديې گنډې
نېک و بده چې و چا وته رسېږي
په خپل ځان تړي دا دواړه په ډونډ نډې
د عالم رخنې تړه، په سبا د مره
خبر نه دی دا گيدی له خپلې انډې
و رنځور ته ورکوه صحبت په نذر
کښليه زويه ورکوه دروغ و شنډې
قتلولي ورکولی باور وکړه
چې هم دا دي په دنيا کې د دين خنډې
چې به يې خدايه يقين په نور څه کاندي
د هغو د ايمان يووړې شيطان ونډې
عالم کفر ته وباسي په زمان کې
دی تر خپل ايمان وتلی لا په څنډې
شرع منډه دنبې ده چې ولي دی
يو قدم په بل سر نه درومي له منډې
دا يې ذکر د کامل نه دی اخيستی
لکه خرونه ناړي، ښوری وهي ترنډې
لا به کله دا سگان وژنې خوشاله!
چې به دا ثواب حاصل کړې پنډې پنډې