غزل

دا چې وايي چې دا بد کړې يا دا ښه کړې

Khushal Khan Khattak

دا چې وايي چې دا بد کړې يا دا ښه کړې

که رښتيا وايم زه نه يم، واړه ته کړې

چې په بين الاصبعين زه خبردار شوم

په لحظه لحظه کې څه چارې په زړه کړې

په خطا باندې عطا، په طاعت قهر

چې په وهم، فهم نه وي هغه وکړي

دا چې اوس و واړو خلقو ته رسېږي

چې دې کړي په ازل دي هغه کړه کړې

د هر چا په باب چې شوي هغه کېږي

په هيڅ رنگ به خپل مبرم حکم نور نه کړې

چې بېگاه ډکې په شهدو په شکر وي

په سبا د هغو خولو خاورې په خوله کړې

چې هر دم د العطش نارې وهينه

په ساعت يې د مقصود په رود اوبه کړې

په يوه مځکه يوه باغوان کرلي

عباسي گلونه زېړ و سپين و سره کړې

د سهر گټنه ډېره تر هر څه ده

ځينې ځينې ورته ويښ ځينې اوده کړې

چې په تور ويښته مغرور په خپل پرهېز شي

د صنعان غوندې يې خوار په سپين ويښته کړې

آلوده لړلی درغی درگاه ته

هيڅ مې نه زده چې به حال د خوشال څه کړې