غزل

دا د ما د بخت اثر نه دی نو څه دی

Khushal Khan Khattak

دا د ما د بخت اثر نه دی نو څه دی

له رقيبه چې شکوه په دا غايت کا

په دا شهر کې څرگند شراب خرڅيږي

محتسب د باده نو شو رعايت کا

که د کښليو د ديدن مينه گناه ده

سکه خوشال خټک درست عمر جنايت کا