نظم د ډکه خواره دارو Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 په زلمي چې شرم زور شي له حجابه ډکه خور شي 02 دارچيني په خوله و ژويه په ذکر کړه وژکه تويه 03 ستا ذکر دې ستا نگاره په خپل لاس ونيسي ياره 04 دارچيني ورباندې مږي گوندې گرم شي ستا سږي 05 دادې شي بوس وکناره په هوس له تا نه ياره 06 خپل ذکر ورکړه په خوله کې چې يې ځبېښي عشق په ړه کې 07 چې حيا شرم ورکېږي هسې رنگې دې بيا کېږي 08 معشوقه بويه طنازه چې له يار سره ش ي سازه 09 چې زلمی حيا زده وي په امرد شي که دې زده وي 10 که دې سسته وي ډنډۍ واخله بېخ د مرونډۍ 11 په ښې لاس کې يې ونسه ورنژدې شه نصيب کسه Dictionary meaning × Headword