غزل
د دلبرو په ستاينه
Khushal Khan Khattakد دلبرو په ستاينه
ما پخه کړه خپله ينه
نا ترسي د ديو گوره
چې په حال نه کا پوښتنه
زه به ولې هسې خوار وم
که د حال مې وای کوژنه
تل يې خيال دتورو زلفو
شندې کا په زړه دننه
چې جمال يې را په ياد شي
لاله گل ته کړم کتنه
د زړه سود دده د قد کړم
په شمشاد په سبر ونه
نه سلام شته، نه پيغام شته
نه يې پيک شته، نه يې ژمنه
په ارمان يې ورځ و شپه مرم
يوه نه لرم نازمنه
سپينه ږيره نه ده غم ده
ډېره مکړه لټونه
چې نه زر وي، نه ځواني وي
عاشقي ده دروغجنه
په دا هومره ډېره مينه
يوه نه لرم مينه
چې خوشال نه ده موندلې
دغه دی، دغه پوښتنه