نظم
د دنيا بې ثباتي او بې وفايي
Khushal Khan Khattakهمراهانو دې کوچ وکړ واړه لاړل تر منزله
ته لا کلک په خوب اوده يې ای زما دله غافله
له نېستۍ و هستۍ ته له هستۍ و نېستۍ ته
کاروانو نه دي چلېږي، قوافله، قوافله
لار مې واړه گل ولا ی ده، ته په سهل ټټو سپور يې
ښه سوران دي پکې تللي واوره تښته له دې کله
د دنيا په درياب ډوبه! د پاياب تمه ومه کړه
دا پاياب دی ډېرو غوښتی خبر نه شول له ساحله
وکنار ته به ونه وځي له دې هسې شان دريابه
په ساحل يې خبر نه دي ، بې له اهل سواحله
د دنيا حاصل يې واړه ناکامې او رنځوري ده
که د چا په کې حاصل شي هم يې مه گڼه حاصله
له قسمته به نه کم، نه به څه زيات په ډېر کوشش کړې
هم هغه به در رسېږي چې دې برخه اوايله
دنيا څو وبله اسپې، چې مقصود دی په دنيا کې
خو يو نغن يوه شړيه نوره واړه ده فاضله
په قضا يې رضا وروړه هر چې ستا په باب يې کړي
په هيڅ رنگ به دفع نه شي په تغويذ په حمايله
همېشه وايې چې خدای مې پېژندلی په يکۍ دی
که دې خدای وي پي نژندلی مينه مه کړه په باطله
بې له خدايه راته وايه بل يوکوم دی چې پيدا کا
آدمي له تورو خاورو په دا شکل و شمايله
په خوردن او په خفتن کې له چارپای برابر مه شه
دعمل په کاروبار کې مه شه کم تر عوامله
د دنيا په کاروبار کې، پسو بې حده بيدار يې
د ښه دين په کار کې څه رنگه اوده يې سست کاهله
په خپل حسن غره مه شه که په حسن لکه گل شي
زمانه به دې څېره په يو څو ورځې کا زايله
په دولت کې په حشمت کې که سنجر شي يا طغرل شي
يوه نخښه راښکاره کړه له سنجره له طغرله
د بدانو نه دې هيڅوک ، د نېکې اميد ونه کا
د عسل خواړه به نه مومې له زهر له هلاهله
د هغه عالم خبره چې عمل په ده کې نه وي
په مثال لکه براق دی چې جدا ځي له عامله
هغه عالم چې عمل نه لري په مثل لکه خر دی
باندې څو کتابه کښلي مشقت يې بې حاصله
چې گفتار کردار يې واړه موافق سره يو رنگ شي
هاله هر رنگه خبره اثر کاندي له قايله
په زېبا گفتار دې هيڅ تقصير ونه کړای خوشاله!
که کردار دې هم زېبا وای چار به ولې وه مشکله
خپلو لاسو خپلو پښو وته وگوره نظر وکړه
دا همه واړه د خدای په معرفت دي دلايله