غزل
د دنيا د سود د پاره کوڼ او گوره
Khushal Khan Khattakد دنيا د سود د پاره کوڼ او گوره
څه خو شرم مروت وته وگوره!
په درست عمر هغه ځای ورپسې غواړې
چې دې پرېوځي له پلوه چېرته توره
په زړگي باندې دې توره سوی داغ شي
چې دې توره يا پيسه ووځي له کوره
د لوی غره کنډې په تا باندې پرېوځي
چې له کوره دې ډوډۍ وځي نان کوره
د دنيا مينه په تا باندې درياب شوه
ته په دا درياب کې ډوب لاړې هر گوره
که په دا درياب کې هر څو لامبوزن يې
عاقبت به پکې بيا پرېوځي له زوره
که هر څو په خپل حرص کړې دنيا ټوله
دا به واړه د اجل سيلۍ کا خوره
گورستان لره به هسې شان مفلس ځې
لکه وزووې اول له خپلې موره
چې يې خوښه عقيده د قلندر شوه
خدای به نه کا د خوشال عقيده نوره