غزل دا دنيا ده بې وفا Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 دا دنيا ده بې وفا بې وفا ده بې بقا 02 نه يې مخ شته نه يې څټ شته لکه لوټه د صحرا 03 په يوه گړۍ يې مخ وي په يوه گړۍ يې شا 04 په يوه گړۍد ستا وي په يوه گړۍ زما 05 په يوه گړۍ يې درد وي په يوه گړۍ دوا 06 په يوه گړۍ يې خوف وي په يوه گړۍ رجا 07 په ساعت کې يې بقا وي په ساعت کې يې فنا 08 په ساعت کې يې سکوت وي په ساعت کې يې غوغا 09 په ساعت کې يې خندا وي په ساعت کې يې ژړا 10 په ساعت کې يې وفا وي په ساعت کې يې جفا 11 په ساعت کې يې افلاس وي په ساعت کې يې غنا 12 چې نه شان لري نه شکل کله دا شي کله دا 13 خدای څوک پېښ مه کړه رحمانه په دا هسې رنگ بلا Dictionary meaning × Headword