غزل دا دنيا ده بې وفا رحمان بابا د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 دا دنيا ده بې وفا بې وفا ده بې بقا 02 نه يې مخ شته نه يې څټ شته لکه لوټه د صحرا 03 په يوه گړۍ يې مخ وي په يوه گړۍ يې شا 04 په يوه گړۍد ستا وي په يوه گړۍ زما 05 په يوه گړۍ يې درد وي په يوه گړۍ دوا 06 په يوه گړۍ يې خوف وي په يوه گړۍ رجا 07 په ساعت کې يې بقا وي په ساعت کې يې فنا 08 په ساعت کې يې سکوت وي په ساعت کې يې غوغا 09 په ساعت کې يې خندا وي په ساعت کې يې ژړا 10 په ساعت کې يې وفا وي په ساعت کې يې جفا 11 په ساعت کې يې افلاس وي په ساعت کې يې غنا 12 چې نه شان لري نه شکل کله دا شي کله دا 13 خدای څوک پېښ مه کړه رحمانه په دا هسې رنگ بلا د قاموس مانا × اصلي کلمه