غزل دا دنيا ده چې په دا کې څه موجود دي Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 دا دنيا ده چې په دا کې څه موجود دي د دنيا سره همه واړه نابود دي 02 بد هغه چې يې نظر په سود و زيان دی ښه هغه چې نه په زيان نه يې په سود دي 03 نه محمود شته، نه اياز، دور يې تېر شو په جهان پاتو خبرې د محمود دي 04 د خپل دين دخپل ملت سيله ثنا کا مؤمنان دي، که ترسا دي، که جهود دي 05 تربيت يې له فلکه دی موندلی که پوهېږې چې دا درې واړه موجود دي 06 که آفتاب دی،که ماهتاب ، که واړه ستوري ورځ و شپه په عبادت کې د معبود دي 07 په خپل حکم به يې بيا سره تازه کا دا هډونه چې په مځکه کې فرسود دي 08 آغوستن که يې زربقت وي که شړييې په دا دواړه توکه ښه سړي خوشنود دي 09 که د لرې، که نژدې شمارونه مکړه چې به درومي، يا رادرومي واړه زود دي 10 په قيامت په بل ژوندون چې شک گومان کا شک پرې مه راوړه خوشاله! چې مردود دي Dictionary meaning × Headword