نظم
د دېرشو بيتونو باز نامه
Khushal Khan Khattakتجربه شوه راته چار د بازدارۍ
سر رشته ده د تمامۍ مير ښکارۍ
په تاوده مني اول چې په لاس راشي
هغه باز ته ورکړه څو شپې بيدارۍ
په ورور يې مزی لرې کړه له سترگو
چې ونه پړ کېږي باز په هوښيارۍ
په سبا بېگا يې تل په غوښه بوله
هم په غوښه يې کارکړه د تيارۍ
چې تمام تناب په غوښه ښه تيار شي
بيا د چرگ سره يې کار کړه د يارۍ
درې څلور چرگان چې وخوري نور پرې ښکار کړه
يو يو لاس يې سېروه په دلدارۍ
په طلب په ښکار يې هسې رنگ تيار کړه
چې يې نه وي کج خلقي نا هموارۍ
که څلوېښت لاسه يکه يکه ښکار وخوري
هغه باز لره به ورنشي خوارۍ
په ساړه ژمي که باز راشي په لاس کې
فکر مه کړه د هغه د باز دارۍ
باز که دی خانه کرېز دی په ساړه
کله چوز پېڅی د ژمي دشوارۍ
نه تمامه باز نامه دا دېرش بيته
که يې ياد کړې دخوشال د يادگارۍ
گرم ځای ساته بازونه چوز په ژمي
په ساړه مومي په ژمي بېمارۍ
له لوگي نه له ساړه نه له غارمه نه
څو په تا شي باز ساته په بې شمارۍ
هرباز دار چې باز خيرن کړ د سزا دی
په سزا يې کوتک مار وگومارۍ
باز چې ښه وي ښه بازدار ورلره بويه
جگې جگې په بد کس يې مه سپارۍ
تقدری د باز معراج دی چې پرې سېر شي
په کلنگ په قاز يې هيڅ مه گوزارۍ
د چوز باز صافي ضرر ده صاف يې مه کړه
د انار اوبه پرې خوره په نهارۍ
پر مهره د دار چيني سره ضرور ده
هم دې تل کېږي دباز طمعه دارۍ
باز ته څورب نه ډنگر په مقدار ښه دی
کج خلقي واخلي دگوشت په بسيارۍ
باز چې ښکار خطا کوي گناه يې نه وي
دا گناه وي د بازدار د بدکارۍ
ښه باز دار به ښه کريز وباز ته ورکا
بدبازدار لري څو رنگه بې کارۍ
دار چيني زعفران چې دوی سره پاخه کا
په کرېز کې د غوا غوړ دارو شمارۍ
باز چې صاف کړې په کرېز کې بيايې واخله
بې پروا مه شه د باز د غمخوارۍ
دستکشي،طمعه داري شب بيداري ده
دا درې توکه دي د باز دهموارۍ
همېشه دې يې له حاله خبردار وي
چې بازونو سره کاندي څوک يارۍ
ښځه باز په يوه خوی سره پيدا دي
ځنې مه غواړه هرگز وفادارۍ
د باز ښکار دې ملوک کله کله کاندي
هره ورځ يې دی خلل د سردارۍ
مخ په ښځو يا شراب يا چې ډېر ښکار کا
دا درې توکه دي دمرد هرزه کارۍ
څه خو صبر
سقوطري د وخته ورکړه
د دومي علاج يې تريخی دی د يږې
خو هم دا دارو و باز وته څارۍ