نظم
د ډوډې ( ډوډه) جگړه (م)
Khushal Khan Khattakڅو وانه خلي له غليمه انتقام
مرد نه خوب کا نه خوراک کا نه آرام
چې د ننگ او د ناموس اندوه يې نه وي
د هغه سړي به نه وي احترام
که همت او حميت غيرت په کې وي
تر څښتنه نه بهتر گڼه غلام
په ورو، ورو پرې قدم ږدي ورباندې خېژي
په يوه ځله څوک نه خېژي په بام
په طلب کې که سستي نه وي باور کړه
د ژوندون اوبه به بيامومي په کام
واړه ورځې سره نه دي برابرې
کله درد کله دارو کاندي ايام
د مردۍ دنامردۍ تر منځ ميل نه دی
تفاوت يې په ذره دی يا په گام
چې د بل تر لاسه ورغی د بل شو
مرد به خپل لري د خپل فکر زمام
چې په ذات يې پلار نيکه تورې وهلې
پرې جوړېږي کا د تورې دصمصام
د گنبت غصه مې ووته له دله
خدای چې راکړه په ډوډه د فتحې کام
چې په مخ يې فتحه درومي عابد خان دی
په هر ځای دخپل بابا کا تازه نام
خدای يې عمر دخپل پلار کړه کام و نام هم
په غليم دې يې لاس بر اوسي مدام
غليمان دې ترې حذر خوري که پوهېږي
تېره تېغ يې اژدها دی خون آشام
چې دا هسې تورزن ورور يې خدای پيدا کړ
پرې دې فخر کا همه وروڼه مدام
د لښکرو کار څه هسې اسان نه دی
چې په هر سړي به مومي انتظام
چې د بخت يو څو ويښته لري په سر کې
د هغه په مخ ظفر درومي مدام
چې رښتينی تر سر تېر بخښل خوړل کا
د هغه د وړاندې سر کښېږدي انام
د مزري بخره ورمېږ دنيله گاوه دی
گيدړ تروړې يې مړېږي په لحام
د ميدان هوسيې يو يو تازی نيسي
ډوډۍ غپ په کلي ډېر گرځي انعام
د ډوډې حصار يې درست په وينو سور کړو
په ډوډه باندې چې وشو قتل عام
د ډوډې حصار څه هسې اسان نه و
چې يې فتح تېرېدله په اوهام
پاس په غره باندې محکم و چا وهلی
دکوهاټ تر کوټ يې ښه و استحکام
دخاوند په حکم هسې فتح وشوه
چې يې کار شو په دوه ورځو سر انجام
د اوو کوټونو کار دخدای په حکم
وار په وار شو په هفته کې انصرام
له هيبته په اسمان کې په لرزه شو
چې دتورو خرپا واورېده بهرام
دټوپکو د ويشتلو په لوگيو
بل اسمان اتم پيدا شو کبود فام
د خټکو نېزې هسې تلې په زغره
لکه ستن په خېمه درومي د خيام
د خټکو نېزه بازو سپورو توی کړل
د بنگښو د سپورو پوځ تمام
ډېر ځوانان غاړه غړۍ شول په دا جنگ کې
که تقصير نه و د تورو د سهام
صدر خان لا چېرې جنگ ليدلی نه و
په دا جنگ يې نېزه سره کړه په خصام
د شاهين مرغی چې والوځي له ځالې
په کاته کا نورو زاڼيو ته پيغام
شجاعت د هوښيارانو ښايسته وي
بد جلب حبطه ومري بد لغام
د جهان ښاديې واړه د هغو دي
چې په حکم د يوۀ لري قيام
د گنيت ارمان مې درست له دله ووت
که شکست و که پرهارو که دشنام
په بد بوی د کشگانو مځکه خوسا شوه
چې رېز رېز شوه په ډوډه کې په حقام
عنايت سردار چې څه ملک ميري وو
د ډوډې په جنگ شول مالگه د طعام
د بنگښ بخره د پالې دچوکې ده
نور دې ننباسي توره په نيام
څوک چې خپل کسب پرېږدي بل کسب نيسي
تر هغه نه بل نه وي عقل خام
که گاوز په جنگ باتور دی جنگ يې هېر دی
چې په سر وخوري څپېړه دضيغام
که بنگښ څخه څه ننگ وای پرې به نه کړی
ما دده له ډکه باغه يو بادام
چې بې ننگه چارې کا په واړو ورشه
لکه راغی په بنگښو دا هنگام
چې دفکر بدرقه ور څخه نه وي
پخته کار به په لار نه اخلي يو گام
د بنگښو شامت خپل سزا يې داده
چې په غوښو يې مړېږي دده و دام
هر کهتر چې د مهتر سره ستېزه کا
د عمل سزا به مومي په انجام
هسې غم الم ماتم ورباندې راغی
رڼا ورځ شوه دکوهاټ په عالم شام
د کوهاټ په عالم واړه عالم ډک شو
د بنگښو کډه ولاړه تر بگرام
بد مذهب رافضي ډېر دي په بنگښ کې
چې خبر نه دی دشرعې په احکام
نا سنت په مردگانو کې هم ډېر وو
په دا جنگ کې چې عالم شو الغدام
بنگښ کله پښتانه دي گوره څوک دي
نه يې ذات نه يې مذهب نه يې امام
د بنگښ له بده بويه به خلاص نه وي
که په ملک کې سړی وويني تمام
د بنگښ په زړه کې ډېره شيطاني ده
که په خوله و تاته شېخ شي د بسطام
که مې پښه په گنبت وښويېده څه شو؟
په همت مې ثابتي وه د اقدام
د ډوډې په جنگ کې بيا له ميو ډک شو
په گنبت کې چې خالي و هغه جام
ښه چې مخ د هغه سوبې را ښکاره شو
چې ليدله مې په خوب او په الهام
هغه کار چې تر سر ورسېږي بخت دی
چې په زړه گرځي په ويښه په منام
د سړي مراد هاله ورشي په غېږ کې
چې راضي شي ذوالجلال والاکرام
تل تېره توره وهه که حکم نه وي
يو ويښته به کنډو نه کا د اندام
که تري دی که بولاق رحمت پرې باندې
په سيالۍ تورې وهلې واړه قام
چې اول يې خپل نښان په غونډۍ لک کړ
په رحمت د اڼوخېلو و ناکام
د ټېري د منډهڼو ښه تنبه وه
په دا کار کې د يوسف په اهتمام
شاهي بېک مرزا دارويو څو سواره وو
نه وو نور دڅو ترې نمک حرام
په دا هسې وخت يو دوه ايسوړي نه وو
نه خورم نه دروېش خېل وو بد فرجام
شايي خېل که مکوړي وو په ولجه شول
دخورمو تنبې ښه وکړ خرام
عالم خان صاحب اولاد جمال الدين دی
په ساغري په بنگې خېل کې د اکرام
شاهي بېک ساغری په تن ملک ميری دی
تر شيرا اول دده کړي کار تمام
په دا جنگ کې ولجې وشولې بې شماره
د ښو جونو د اسونو د انعام
تورې زغرې که ليندۍ وې که درستې وې
په وسلو سره معمور شو هر کدام
شپږ اووه زره خټک وو په دا جنگ کې
په ولجه سره خوشنود شو هر کدام
د گنبت جنگ مې په ننگ د پښتانه و
بل غرض مې په منځ نه و نه مرام
يو په لس ورباندې وشوه يو په شل وه
که لښکر په ډوډه کړی وي مقام
ددې جنگ نارې به درومي په ملکونو
پرې خوښېږي به همه پښتون په نام
چې ددې سوبې آواز وشي په هند کې
بيا به ږغ شي دبادشاه په خاص وعام
چې په نام پښتون غوځېږي پرې خوښېږي
اورنگزيب هسې بادشاه دی د اسلام
د اسد تحويل زريو نوی رجب و
په دريم د جنگ آغاز شو دا کلام
په کاغذ کښلې خبرې پاتو کېږي
دا بيان په بياض ځکه شو ارقام
په غليم باندې دې هسې فتح تل وه!
لکه دا فتح چې وشوه والسلام!