غزل

د دولت لمن نيوه نه شي په زور

Khushal Khan Khattak

د دولت لمن نيوه نه شي په زور

ړوند که ږيره په وسمه کا لا پېغور

دولت څه دی؟ په مثال ښايسته ناوې

د نامرد کره يې عمر وي په اور

د گنده ټټؤ نه بد ټټو پيدا شي

ښه اسونه د ميدان راوړي ښه مور

د دولت په اس دې هر نا سور سور نه شي

که سواري ورباندې کاندي خو شاه سور

چې په کور کې مې اول ټټو راغلی

د ما بخت و لا اول له ځايه تور

ټټو گي دي تازي گي دي ترې زوولې

همېشه کا په پايگاه کې شر و شور

نه يو ښه لايق فرزند د پلار په خونه

نه د سرو د سپينو گنج دده په کور

ربه ډېر اولاد دې راکړ، منت دار يم

د خوبيه ږغ يې بيا يې په هر لور

چې په وروڼو کې نفاق کا نالايق دی

يا يې ښه کړه، يا يې مه گرځوه نور

د خوشال په دعا غوږ و سترگې ور کړه

که بهرام ، عابد دي دواړه کر و کور