نظم

د دوزخ او د دوزخيانو

Khushal Khan Khattak

دا حديث د مصطفی دی

دوزخ څو رنگه پيدا دی

دي اووه در که واړه

ته امان له واړو غواړه

جهنم اول دوزخ دی

په عذاب هر گوره سخ دی

بيا لظی دی بيا حطمه دی

څلورم يې هاويه دی

بيا پينځم سقرای ياره

بيا سعير جهنم و شماره

قعر هومره د هر يک دی

چې حساب يې لک در لک دی

عرض و طول يې په حساب کې

ډېر يادېږي په کتاب کې

هر هر گروه چې کافران دي

مشرکان که فاسقان دي

هر يو گروه به سره يک کا

هر دوزخ به باندې ډک کا

دوزخيان به وي مخ توري

سترگې شنې بد بد به گوري

په گردن کې يې طوقونه

په زنځير يې پښې لاسونه

د قطران جامې د واړو

ترې به بوی ځي د مردارو

چې خوراک يې تل زقوم وي

ښه څيزونه به معدوم وي

د اوبو به تل مشتاق وي

يا غسلين يا به غساق وي

چپ و راست د وروستو وړاندې

سرې لمبې به وي پرې باندې

هم به پوست د دوی رژېږي

هم به بيا ور باندې کېږي

په دا رنگ به پرې تېرېږي

جاويدان به عذابېږي

د جنت صفت به وايم

نعمتونه به يې ستايم

د جنت لايق نېکان دي

پرهېزگار دي مطيعان دي

څو پراخ دي جنتونه

په صحيح روايتونه

څو اسمان ځمکه دا واړه

اووه ځله تر دا واړه

اته ورونه د جنت دي

وبله پاس په درجت دي

دي لوی لوی بې قصرونه

د ياقوتو محلونه

په هر لور ښکلي باغونه

مشک عنبر ځمکه راغونه

سنگريزې به يې گوهر وي

د دېوال خښتې به زر وي

مخامخ به شي تختونه

په هر لوري نعمتونه

تل تر تله به بهار وي

په هر لوري به گلزار وي

واړه ونې يې بار دارې

تل تر تله مېوه دارې

که يې خوند دمېوو کښم

ترې به کله ورسم

په هر لور به ځي جويونه

په څلور رنگه تويونه

يو عسل بل به شراب وي

بل به پۍ بل به آب وي

تل به وي د ونو سورې

رنگا رنگ مېوې پر پورې

څو صفت يې کړم له خونده

تر مرۍ به ځي بې شخونده

نه به رنځ نه به زحمت وي

نه به غم نه به محنت وي

نه به تاو نه به غارمه وي

نه به باد نه به ساړه وي

نه به ترس وي نه به بيم وي

نه بدخواه نه به غليم وي

نه به مرگ نه به فنا وي

تل تر تله به بقا وي

جنتي به تل ځوانان وي

زور قوت به يې چندان وي

ښايسته به تر مهتاب وي

د تخرگ بوی به يې گلاب وي

هر ثمر ته يې چې زړه وي

بې تکليفه به په خوله وي

څو ښه اس ځي په سل کاله

دکمتر مؤمن ای لاله

ملک به هومره دجنت وي

ملبب به په نعمت وي

که د حورو صفت غواړې

په قرآن کې به ووياړې

نظر وکړه په قرآن کې

په سورت الرحمن کې

غټې غټې سترگې واړه

مکلل مني په غاړه

سترگې قاصرات ُ الطرفې

په سپين والي لکه برقې

رنگا رنگ حلې مهينې

زرغونې زېړې سرې سپينې

تر اويا حلو د لاندي

د دوی تن به برېښنا کاندي

هم به حور هم به غلمان وي

ښايسته به په دا شان وي

په مړوند وښي د زرو

مرصع په څو گوهرو

مخامخ به وي تختونه

فرش فروش ښکلي رختونه

خوښ به ناست پرې مؤمنان وي

خادمان به يې غلمان وي

تحيت به سره وايي

په سلام به سره پايي

ننداره به د ديدار کا

حمد به واړه ددې دار کا