نظم
د عيد فطر سرسايه وغيره
Khushal Khan Khattakد اختر په ورځ عزيزه
له تا بويه اوه څيزه
اول غسل بيا مسواک دی
ښه پوشاک دی ښه خوراک دی
خوشبويي که په ځان پورې
سرسايه ده که يې گورې
يا به مونځ دد اختر وکړې
دا سنت به په ځای ته کړې
سرسايه په تا واجب ده
لا د وخته مناسب ده
لوی هلک سره وشماره
که آزاد که بنده ياره
په هر سر نيم صاع غنم دي
پوره صاع اوربشې هم دي
که خرما دي که مويز دي
د اوربشو غوندې نيز دي
سرسايه په تا هاله شته
که نصاب دې د کاله شته
له دې وام وي نه دې پور وي
سر انجام دې د خپل کور وي
چې زکات ور باندې شينه
سرسايه دې ور کوينه
شوی و زن په سرسايه کې
سره بېل دي په مايه کې
که مجنون مالک نصاب وي
يا هلک په دا حساب وي
په زکات کې که معاف وي
په صدقه کله معاف وي
د سودا په مال هم نشته
سرسايه نور په هر څه شته
که د عيد پخوا يې ور کا
سرسايه هم د ا ښه چر کا
په اختر يې که ور نه کا
په هر وخت چې ور کا ښه کا
که غله نه ورکوينه
په حساب رو که هم شينه
صاع اته رطل حساب دی
رطل نيم من په کتاب دی
دمکې من دا ځای بويه
نه ښهنک پيمانه لويه