غزل د عشق بخره ازلي ده، په جنگ نه ده Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 د عشق بخره ازلي ده، په جنگ نه ده په کتاب، په مسئلو په فرهنگ نه ده 02 په قسمت يې له ازله ده راوړې دا د سولو برخه اوس د پتنگ نه ده 03 خلقې يې سره درغڼې کسکر کړې لا دمستې دغمزې توره زنگ نه ده 04 تل د يار دصورت نخښې پکې گوره! که دننه آيينه د زړه زنگ نه ده 05 دا پياله چې ما نوشلې ده، پرې مست يم دا پياله مې د شرابو، د بنگ نه ده 06 د گلونو په موسم کې هغه خوار شول چې گلرنگه معشوقه يې ترڅنگ نه ده 07 لېچې څه لره غړي توره وکاږي که دخوارو د وژو په آهنگ نه ده 08 که زه نه يم لېونی په آهو سترگو مسله مې د آهو پسې لنگ نه ده 09 کله، کله خوار خوشال و ته نظر کړه د عاشق نمنځنه هيڅ عيب و ننگ نه ده Dictionary meaning × Headword