غزل
د عشق په باد به کې مه ږده گام د تمنا
Khushal Khan Khattakد عشق په باد به کې مه ږده گام د تمنا
هغه څه عاشق نه دی چې وړي نام د تمنا
زار دما د زړه دی، زار دما دی په دا کار کې
که دا طور به تل درومي ايام د تمنا
مرم د يار له شوقه سره دواړه نه جوړېږي
آغاز د يار د وصل او انجام دتمنا
څه شوه هغه مينه چې د سترگو په کاته کې
بڼو به يې راواستاوه پيغام د تمنا
قدم ږده د هغه عاشق په پله باندې خوشاله!
چې کام يې خپل موندلی په هنگام د تمنا