غزل

د فساد فکر مې نشته، خدای حاضر دی

Khushal Khan Khattak

د فساد فکر مې نشته، خدای حاضر دی

خپل ساعت به تېروم، عمر آخر دی

اطاعت د اولوالامر ځکه نه کړم

خليفه د زمانې په زړه کافر دی

پلار يې وواژه په بند وروڼه په توره

په آزار د مؤنمنانو بهادر دی

د ابليس غوندې مکرونه يې په زړه کې

په فرېب کې تر ابليسه لا ماهر دی

په باطن يې ودانۍ ته نظر نشته

په ظاهر کې ودانيه ته ناظر دی

د چا زړه به ځنې روغ په دنيا نه وي

د خوشال خټک چې چاود ځنې خاطر دی