نظم
د فطرت مرسته
Darwish Durraniزه خبر سوم چي دئ مېلمه راتلونکى
زما کور ته هغه ستر مېلمه راتلونکى
نو لګيا سوم چي جونګړه کړمه سمه
په نن شپه کي يې تياره وساتم کمه
وو په کور کي يو څه تېل راسره پاته
په دې وخت کي هغه په ښه راغلل ما ته
دا مي واچول و خپل زاړه څراغ ته
په رڼا کي د څراغ راغى دماغ ته
دغه خيال چي دا څراغ خو بېخي زوړ دئ
له زړتيا پرته دا هم ده چي ډېر ووړ دئ