نظم
د فطرت مرسته
دروېش درانیزه خبر سوم چي دئ مېلمه راتلونکى
زما کور ته هغه ستر مېلمه راتلونکى
نو لګيا سوم چي جونګړه کړمه سمه
په نن شپه کي يې تياره وساتم کمه
وو په کور کي يو څه تېل راسره پاته
په دې وخت کي هغه په ښه راغلل ما ته
دا مي واچول و خپل زاړه څراغ ته
په رڼا کي د څراغ راغى دماغ ته
دغه خيال چي دا څراغ خو بېخي زوړ دئ
له زړتيا پرته دا هم ده چي ډېر ووړ دئ