غزل

د گلونو قدر چا زده

Khushal Khan Khattak

د گلونو قدر چا زده؟

يا بلبلې يا بورا زده

په جهان کې په يو، يو وي

چې هنر يې د کېميا زده

چې وفا ورځنې غواړې

بې وفا کله وفا زده

که جهان در خبر نه دی

ما په تا زده، تا په ما زده

ښادي کړه زه به غم کړم

تا خندا زده، ما ژړا زده

رنگ دې ښه دی، خوی دې بد دی

زه خوشال يم، ما رښتيا زده