نظم
د گنده دانې علاج
Khushal Khan Khattakکه د چا گنده دانه وي
چې زرد آب يې نشانه وي
چې يې زېړې اوبه درومي
زياتېده کا خارښ مومي
واژگونه اغزي لرينه
شته يو بوټی هر ځای شينه
په هند کو اپوټ کونډه دی
فارسي خارې واژگونه دی
چې يې ولې دي تر لاندې
ملوکان ترې مسواک کاندي
دده پاڼې ښه ميده کړه
بيا يې پورې په دانه کړه
مجرب دارو دي جانه
ته دا ومنه له مانه
چې څو ځله يې کړې پورې
رنځ به ورک شي خود به گورې
که د چا گنده دانه وي
د نښتر ژاوله هم ښه وي
دمولۍ تخم هم ښه دی
دې زحمت لره بايده دی
د اوبو سره يې آس کړه
په دانه يې پورې پاس کړه