نظم

د گواهي د شاهدۍ

Khushal Khan Khattak

قضيه چې چر ته کېږي

څوک گواهان پرې ودرېږي

که قاضي په عدل کار کا

نه دې عيب نه دې دوی عار کا

په رښتيا دې گواهي ولي

و ثواب وته دې ځغلي

که قاضي کار په رشوت کا

په څرگنده قباحت کا

شاهدان دې گواهي نه لي

قباحت دی که يې ولي

چې عادل قاضي پيدا شي

بيا دې هاله په کار دا شي

چې گواهي په دروغ لينه

پاک رسول ويلي دينه

په قيامت چې ژوندی شينه

دده ژبه به نه وينه