نظم
د حلال د حرام د بيع
Khushal Khan Khattakيوه بيعه ده حلاله
پاکيزه د خپله ماله
که ډېر سود په کې پيدا شي
په فرمان د خدای روا شي
چو چې سود د ربا وينه
هغه واړه حرام شينه
چې په تله څه تلل شي
يا په اوږي پيمايل شي
په دا دوه توکه کې شينه
ربا نور چېرته نه وينه
پس علت د ربا دله
يا په کيل وي يا په تله
په يو جنس وي دوه څيزونه
که کيلي کا که وزنونه
راس په راس چې برابر وي
خرڅول د دوی بهتر وي
که تفسير يې له ما غواړې
وايم واوره که پرې وياړې
که د کوړ وي غنم اوربشې
دوه کړوي که پوهه ته شي
د ستا دست يې که څوک پلوري
کار يې روغ دی چې يې گوري
په نسيا نه روا کېږي
مؤمنان دې وپوهېږي
په دا شان يو من شکرې
په سودا دوه منه گوړې
دست په دست سودا روا ده
په نسيا ناروا بيا ده
چې په کيل په تول څه وينه
واړه کار دا هسې شينه
که يو من غنم څوک ور کا
بيا يو من واخلي بهتر کا
که يو سېر پرې زيات اخلي
دا ربا کېږي بد ځغلي
که غنم په اوړو پلوري
دا ربا کېږي بد ښوري
که په پور نغن ور کوينه
هم ربا غوندې دا شينه
که دينار ور کاوه چا نه
څه چې زيات راکړه و مانه
سوايي کېږي بد کار دی
چې يې خورينه حرام خوار دی
که څوک سيم په زر بدل کا
لاس په لاس ور کا اول کا
که نسيه يې سودا کېږي
په بها سره روغېږي