نظم
د اصل او کم اصل خوی بوی
Khushal Khan Khattakچې يو ځل ښېگړه وويني له چا
په يوه يې شل بديې کړه تر شا
دروغجن سړی دعفوې لايق نه دی
په رښتينو باندې عفوه ده روا
غلطي ديگانه غلطي نه ده
په خطا د يگانه بويه عطا
که له ياره نه ترخې خبرې واورې
خوږ شېرين ځواب يې وکړه په خندا
د کمذات سره ياري اشنايي مه کړه
له کمذاته به بيا نه مومې وفا
رخنه گر دملک هر گز د پرېښو نه دی
که هر څو يې شفاعت کا شېخ ملا
مرد به خپله وينا ژغوري څو ژوندی دی
د نامرد وينا نن شته نشته سبا
د څارويو په حساب دی سړی نه دی
غوبانه شپانه چې پيايي غېلې غوا
چې ستا عيب و تاته وايي يار هغه دی
نه چې نورو وته وايي عيب ستا
بازاري سړی بهتر تر روستايي دی
که هرڅو د بازاري نشته حيا
که سړی پېری دې وژني وبه نه مرې
څو چې نه وي رسېدلې ستا قضا
بند زما په رضا يونشته ياران مې
په يارۍ، يارۍ کې کاخپله رضا
چې زما د مرگ مشتاق وو هغه ومړل
زه لا دايم ژوندی پايم په دنيا
مېړنی په خپله توره نظر نه کا
ښايسته په خپل جمال دي نابينا
مست اوښان مې هسې شان وړي مست بارونه
چې په لوړ په ژور نه لري پروا
شناخت، ادب، شرم سړيو لره بويه
په دادرې توکه څاروي نه دي اشنا
چې مور او پلار سخي، ښخي زوولی
په هغه کې به خطا نه شي پيدا
چې د سپي په پيو لوی کا څوک ورغومی
لکه سپی هسې ورغومی کا غپا
دا خبره وهر چا وته ښکاره ده
چې د ښو غوښو نه ښه کېږي ښوروا
عاقل ډېر عيب د ځان په عقل پټ کا
نادان لږ په ناپوهۍ کا رسوا
په ويل ښييل به هيڅکله ښه نه شي
چې بدبخت له موره پلاره شي پيدا
چې په زړه کې يې څراغ د عقل بل شي
ورځ و شپه ده په هغه باندې رڼا
سجنجل دخپل استاد لري په مخ کې
چې گويا شو دخوشال د زړه توتا