غزل
د اسمان په حکم څه فتنه بر پای ده
Khushal Khan Khattakد اسمان په حکم څه فتنه بر پای ده
نه زده چا چې قراري يې په کوم ځای ده
بنديوان يې اورنگ زېب لره روان کړم
ننداره مې په هرښهر، په هر سرای ده
پښتانه مې چې حال وويني، کباب شي
په ليده مې دهر چا ژړا، های های ده
لوی ، هلک مې نندارو لره رادرومي
د هندو د مسلمان ناره وای وای
زه هر چاوته موسېږم، ترې تېرېږم
چې د واړو اندېښنه راته نمای ده
نه يوازې په ما ظلم ، ستم وشو
زمانه دا هسې قفس کا، په خپل رای ده
په هر ځای مې په څوکۍ راځي، پوځونه
دبدبه مې د مزري، يا د همای ده
په ولاړ کې هاتي شمار په يوه غره دی
او چې پرېوځي په دوه غرونه يې اوای ده
زړه مې درست سوری، سوری لکه غلبېل شو
محرومي د ليدو بده غم افزای ده
گوندې وي چې بازري بيا راوجاروځي
همگي عالم ويل کا چې اوس بای ده
که په اور کې د سرو زرو وښی پرېوځي
عيب نشته په دا کار کې يې جلای ده
نورې واړه تکيې تار په تار خورې شوې
د خوشال خټک تکيه په يوه خدای ده