غزل

د جهان په مخ به ډېر وي ښه مخونه

Khushal Khan Khattak

د جهان په مخ به ډېر وي ښه مخونه

ولې زړه مې ستا ومخ ته وکړه خونه

کله، کله مې له حاله خبر واخله

که دې چېرې اندېښنه کېږي له خونه

د فراق په شپه سورکټ په ما سور اور شي

يوزمان مې باندې نه لگي اړخونه

په بڼو مې زړه و سترگو ته راکاږي

لکه مست لره کباب ځي په سيخونه

نوبهار يې په راتللو شگفته شي

د لاله تر گلو ښه لري بارخونه

څو غمزې، ښېوې، فتنې ، جلوې، ماڼې کړې

هومره کېږي په خوارانو شواخونه

که دا سرې شونډې دې لال غاښ دې گوهر دي

شرارې دي ستا په غاښو کې مېخونه

تور زلفې دې په لېچو باندې زانگي

ښاماران دي د چندڼو په ښاخونه

چې يې يوزمان له سترگو جدا کېږي

دخوشال په مخ د اوښکو ځي ورخونه