غزل
دا ژوندي چې معلومېږي واړه مړه دي
Rahman Babaدا ژوندي چې معلومېږي واړه مړه دي
که څه وي هم هسې وايه چې څه نه دي
يا د باد په مخ کې خاورې دي داتورې
يا د اور په مخ کې واړه وچ واښه دي
د خپل عمر شپې او ورځې چې په زړه کړم
هسې درومي چې گويا بهنده اوبه دي
غافلان که ويني اوري به يې څه کړې
دا يې خوب دی نه ليده نه اورېده دي
چې دخدای له معرفته خبر نه وي
هغه واړه که بيدار دي هغه ويده دي
د رحمان دزړه له حاله خدای خبر دی
چې په زړه يې داشنا له غمه څه دي