نظم

د کندهار جگړه او وچکالي

Khushal Khan Khattak

بيا دې څه فتنې اغازې کړې اسمانه

چې عباس دې را روان کړ له ايرانه

شاه جهان لا په اندوه د ترکستان و

تا ناگاهه بله چار کړه ور عيانه

منصوبې دې هومره نه دي چې بې شمار شي

هی توبه توبه له تا، ستا له دورانه

کله کله ستا فتنې لا په څه رنگ وي

ولې دا ځله سو کړي نه کړي ودانه

يو سختي او رنځوري دي په ملک زور کړه

بل دې بر، برکت واخيست له جهانه

در پوهېږم چې هغه دې لا په ياد دی

چې خلاص شوي وو د اوارې له توپانه

څو همه واړه کسکر وبله نه کړې

خوا به ستا نه شي سړه په يو څو خانه

د کابل مېوې خوراک دي د توتيانو

پرې خواره شول تور کارغان له هندوستانه

يو شدت د بادشاهانو تر منځ پرېوت

بل دا ملک شو يو څو کاله بې بارانه

دآوي څښتن دعا کا چې نرخ گران کړې

للمې کار په زړه پرېشان مېنه ويرانه

غه سړي چې به په زور مېلمانه غوښتل

اوس سر پټ کاندي تېرېږي تر مهمانه

ما په عمر هسې کار ليدلی نه و

نه مې کله اوېدلی و له چانه

چې پسر له لوږې مري پدر يې گوري

د پسر اندوه يې نه وي بې له ځانه

خوشال تل شکر و کاږي خوښ له تا دی

تا په ده له هره توکه کړه پرېوانه

هندوستان به گوره څه شي ستا له فعله

خدای دې ورک کړه رافضي علي مردانه

له هغې ورځې چې راغلې په دا ملک کې

غم دې راوړه تر سپاهه تر دهقانه

چې دا هسې شوم قدم دې په ملک گډ کړ

چې دې گورم څه ناپوه يې شاجهانه

که دا ملک له اولياوو نه خالي وای

په دا ملک به تر دکن پېښه وه گرانه

که دې حکم د عالم د وراني نه وي

رزق د هر چا ورکوه د رزق ضمانه