نظم
د کاسيرۍ په باره کې
Khushal Khan Khattakخوشال که نبي نه دی نصيحت خو يې خوار مه کړه
الهام دی چې يې وايي دا کلام په افغاني
مخ تور د کاسيريې چې دا کار دی شيطاني
خوښې د يوه درنگ دهمه عمر پښېماني
کاسير سړی هغه وي چې يې نه وي عقل پوهه
يا دی په ذات په اصل کې پيداوي نقصاني
شهوت بده بلا ده چې په دا بلا قادر شي
هم دا ده که يې گورې د سړي پهلواني
د بدو همراهانو په صحبت کې سړی خوار شي
ياغل شي يا رهزن شي يا بنگي شي يا زاني
په ملک ورځنې تښته بدهمراه دې هغه کس دی
چې ستا تر فهم ښې کا بدې چارې نفساني
دا دوه سړي غليم دي دهر چا په حقيقت کې
که فهم فکر وکړې بنگي بد تر غله زاني
چې نه پسندې په خپل ځان هغه مه پسنده په بل ځان
هم داده که يې گورې په سهي مسلماني
چې بل وته نظر کا يا آواز د بل غوږ باسي
دښځې زنا هم دا ده نور پرې کړه بد گوماني
سپيه چې سپېمې شي سپی خپل ځان لره پيدا کا
څه سود که بده ښځه په دېوال کړې زنداني
چې يې مور نه وي ورانکارې لور يې کله ورانکاري کا
د مور له ځانه راوړي لور د خونې ويراني
که گډه په بازار شي په کوڅه کوڅه جاروځي
د پاکو پاکدامنو ستر جوړ دی رباني
چې پاکه پاک لمنه په حيا په دين مينه
د مرد په کور کې کښېني مرد دې کاندي کامراني
په خالي ويل به نه ادمزاد کېږي
دا مصرعه په دستخط خاصه وه ثاني
چې بې خپله حلاله ځان و بل وته برمنډ کا
د مرگ ده هغه ښځه نور يې څه زنده گاني
څو خيزه په ميراث دي زه يې وايم له کتابه
زحمت د مويښيې بوی د تخرگ قلتباني
که هر څو خطا وينې بيا خوښه پرده پوښې ده
عطا په خطا بويه سهوه کېږي انساني
نېکانو سره زيست د زړه په مهر محبت کړه
بدانو سره زيست روزگار هم بويه لساني
ډېر صفت د ښاپېريو اورېده شي
ولې ستا دمخ څوک نه گڼم مخي
چې عقل شعور راغی بده چار شوه راته بده
افسوس په هغه چارو چې به شوې په ناداني