غزل
د ښه يار ديدن وای تل
Khushal Khan Khattakد ښه يار ديدن وای تل
سره ځای چمن وای تل
تر کنار او تر آغوش مې
هغه گلبدن وای تل
لکه سېب زما په خوله کې
غه شېرين ذقن وای تل
رقيبان ولاړ له ورايه
له ما هم سخن وای تل
جدايي نه وای له ياره
سره ځان و تن وای تل
مه ماڼې وای مه عتاب وای
په رقيب شيون وای تل
د خپل يار د کوڅې خاورې
د خوشال وطن وای تل