غزل

د خاطر مې له اندوهه نه څه ننگ دی

Khushal Khan Khattak

د خاطر مې له اندوهه نه څه ننگ دی

که مې زده چې د ښادۍ ساعت يو درنگ دی

لا مې يو خدنگ له زړه وتلی نه دی

بيا زما په زړه نوبت د بل خدنگ دی

هر سهر به ما له ورايه تېغ وکښلی

خول په سر ايښی راځي په نيت د جنگ دی

تر چشمانو مې اوره گڼه بې نمه

تر محنت پورې مې غر لکه لاسنگ دی

په خروار عيش و عشرت کاندي وگړي

خو زما د زړه په بخره عيش تنگ دی

ما دزړه په سترگو رنگ دزړگي وکوت

همگي د غم په سرو وينو کې رنگ دی

دا اسمان چې پاس په سر باندې څرخېږي

په چا چتر مرصع، په چا پلنگ دی

د دنيا په لويۍ څه باور خوشاله!

پرون دور د خرم نن د اورنگ دی