غزل

د خوبا له بې نيازيه سل اوخه

Khushal Khan Khattak

د خوبا له بې نيازيه سل اوخه

چې زما له کاره تښتي په فرسخه

د يارۍ په کاروبار کې فهم وکړه

چې رانه شي د بدانو سينه پخه

ځان او زړه ، صبر ارام يې له ما يو وړل

له ژوندونه خو هم دا څه وو راڅخه

دا څه سترگې وروځې نه، نه تور باڼه دي

دا مې واړه تورې، غشي دي نا څخه

که جهان په تا ښندم ته يې قبول کړه

د مېږي په لاس خو پښه ده له ملخه

هر چې نن دمحبت په اور وريته شول

ترو يې گانده څه پروا وي له دوزخه

ډېر بندي يې دزلفينو په کمند شول

کله وي چې به دوی خلاص شي له دې پخه

خوار خوشال چې په کې پرېوت، نوتی نه شي

څه بلا يې د شهۍ چاه زنخه