غزل

د خوبيه نوم دې ولاړ د بد خو هم لا

Khushal Khan Khattak

د خوبيه نوم دې ولاړ د بد خو هم لا

په خپل کلي په ولس په هر سو هم لا

ته چې هسې په دا خپل جمال نازېږې

گله! ستا به دا جمال نه وي يو هم لا

چې بد مست شي په مجلس کې هغه نه يم

که کدو د ميو تش کړم سبو هم لا

ستا له جوره له ستمه هور ته لاړای

هغه ځای چې ادم نه وای اهو هم لا

د نماستي په وخت يې وا کړه ازار مه شه

د وربل غوټې، کوڅۍ، د گيسو هم لا

د خوشال خټک د پاره چې می خور شو

په مغان مې وښي کېښول با هو هم لا