نظم
د خپل ناخلف زوی بهرام نه سر ټکول
Khushal Khan Khattakښه که وزېږي له ډکې ښځې مار
نه زوولی ځنې زويه نا هموار
يا د چرگ غوندې چاپېر گرځي تر چرگو
يا بلبلې توت خورې دي بهتې خوار
سرای هر گوره بد ولد دی چې مې وکوت
له بازونو نه پيدا شي مږک مار
که په سلو کې يو ښه شو غنيمت دی
چې په سرای کې ښځه سور کاندي شلوار
د محنت و مشقت د صبر نه دي
د راحت د فراغت دي د تلوار
نه يې شرم نه يې ننگ شته د مېړونو
زما زويه د بل ورور نه دي غمخوار
نه يو باز د سر درو نه ډېرې چرگې
د ځنگلونو مزری يو گيدړ هزار
اکوړی، يحيی، شهباز واړه سره زر وو
په خپل دور واړو ښه تېر کړ خپل وار
هم په ورکړه هم په توره هم په عدل
په دا درې توکه درېواړه وو اوڅار
که زه دېو غوندې نه يم بارې
شکر
په بهرام باندې چې وار راغی اوس گوره
چې يې څه رنگه بدنام کړل دا نامدار
هغه پلار بې بخته نه وي په جهان کې
چې خلف ورځنې پاتې شي يادگار
اوس فاسده زمانه ده له زنانو
ناخلف نا اهل زېږي بدکردار
اکوړی يحيی شهباز واړه مزري وو
زه هم نه يم د گيدړو په قطار
واړه تېر په مزري توب کې شول په توره
په خپل دور واړو ښه تېر کړ خپل وار