غزل
د خپل يار مينې په زړه هسې بيمار کړم
Khushal Khan Khattakد خپل يار مينې په زړه هسې بيمار کړم
چې په درد کې يې هر گوره ناقرار کړم
چې ناقص مې دارو کا، پرې نه رغېږم
د حاذق طبيب طلب په کوم ديار کړم
تورې سترگې، تورې وروځې، تورې زلفې
دا همه تورې بلا دي زه يې خوار کړم
که يو تش نظر د مهر راته وکا
د دنيا واړه منصب، مال به ترې ځار کړم
زه خو هسې ناديده نه يم ای خلقه!
چې به تر مخ گلونه د بهار کړم
د بهار گلونه اور شي، زه پرې سوځم
چې بې کښليه مخه سيل د گلزار کړم
بې له ځانه په بل چا مې پېرزو نه شي
چې کاته د مهوشانو په ديدار کړم
چې ډېر ډېر يې کښلي مخ ته کتی نه شم
دواړه سترگې يې مزرۍ دي، ځنې ډار کړم
ما خوشال په ځان پخپله چارې وکړې
چې په ملک کې يو ناترس وي زه يې يار کړم