نظم

د خوشال ديوان دوکان د جوهري دی

Khushal Khan Khattak

د خوشال ديوان دوکان د جوهري دی

پکې واړه لال و دُر ياقوت الماس دي

د جوهرو قدر چا زده جوهري زده

نه هغه چې مرغچيچی يې په لاس دی