څلوريزه

د کور پرېښونه شرم و پېغور دی

Khushal Khan Khattak

د کور پرېښونه شرم و پېغور دی

هر ځای چې وزېږې هغه دې کور دی

په هر هر کال يې په ځاله تاخت کېږي

هغه شاهين چې دی، هغه يې کور دی