غزل

د ليلا د مخ څو ډېره زېبايي ده

Khushal Khan Khattak

د ليلا د مخ څو ډېره زېبايي ده

دمجنون ورپسې هومره رسوايي ده

که مې سل هنره کړل، تر سره نه شول

يوه څه رنگه نابوده اشنايي ده

چې د سترگو يې تقوا سره ميرځي ده

په ناحقه مې نيولې پارسايي ده

چې يې سيوره په ما وه لکه بادشاه وم

ستا د تورو زلفو سيوره همايي ده

په وار وار راڅخه يو وړل عاشقيې

که هر څو راڅخه پوهه دانايي ده

چې نه مهر نه تپاک نه په کې شناخت شته

تر دا هسې وصل بهه جدايي ده

د خپل يار په مخ اوس نه دی مين شوی

د خوشال په زړه کې دا مينه ځايي ده