نظم
د مهمان د ادبونو
Khushal Khan Khattakمهماني کول سنت دی
د مرد کار ښه ضيافت دی
ضيافت چې د کريم دی
دا سنت د ابراهيم دی
چې اول يې مېلمه سېر کړ
په نغنو يې مېلمه تېر کړ
چې اولاد د ابراهيم وي
تر قيامته په کريم وي
په اولاد کې يې هاشم و
د مېلمه په کار قايم و
مېلمنو و ته ډوډۍ
ما توله ده په پۍ
هشم څه دی په لغت کې
ماتول د نغن په ست کې
پيغمبر بني هاشم دی
په انام يې فخر هم دی
څوک چې کا ضيافتونه
باندې وي درې ادبونه
اول دا ادب پرې شينه
چې حلال دې پخوينه
بل څو توان دده رسېږي
پخول دې هومره کېږي
بل چې نمونځ يې ناوخت نه شي
مقيد دې په نمانځه شي
په مېلمه دي څلور څيزه
ادب ای زما عزيزه
هغه ځای دې دی کښېنينه
چې مېزبان يې کښېوينه
نور چې څه ور لره راشي
په هغه دې اکتفا شي
بل چې اذن باندې وشي
بيا دې چا کره ور تله شي
بيا چې ځي د چا له کوره
ښه دعا دې و کا روره!
په ميزبان دي درې شرطونه
څوک چې ورېشي په خونه
تکلف دې هومره نه کا
چې يا پور يا ډېر خواړه کا
چې په کور کې څه لرينه
په مقدار دې يې پخوينه
ضيافت هم ناروا دی
که مېلمه و ته په غلا دی
پټ يې مه کړه له مهمانه
چې په کور کې لرې جانه
چې مېلمه ته خواړه کېږدي
و عيال ته دې هم پرېږدي
چې عيال د چا محروم شي
هم بېداد دی هم به شوم شي
و مېلمه ته دې ولاړ وي
په خدمت دې يې جوړ جاړ وي
که مېلمه يې يو يا دوه وي
په خوراک دې ور سره وي
نه دې قهر کا پسر ته
نه دې قهر کا دختر ته
که بنده کا خدمتگار وي
چې دا ځل په کاروبار وي
په هيچا دې غصه نه کا
چې ملول د مېلمه زړه کا
د خوړو پخلی اسان دی
راضي توب د مېلمه گران دی
چې په څه يې زړه رغېږي
هم هغسې کار دې کېږي
چې په کور کې څه حاضر وي
ما حضر راوړل دې زر وي
بيا پخلی د خوړو بويه
چې په وخت يې وکړ زويه
و مېلمه وته کم بخت وي
چې خواړه د چا ناوخت وي
يو ځل دوه ځله ووايه
ډېر خوره خوره ورته مه وايه
په مېلمه چې الحاح کېږي
د خست نخښه ښکارېږي
مېلمانه لره هم بويه
ادب دا دی زما زويه
چې و هرچېرته نه گوري
چې خوړل کاندي وښوري
په خپل لور طعام دې خورينه
لاس دې کوږ نه اچوينه
که اوبه که مالگه غواړي
په نور غوښته به نه وياړي
که غوښتل کا مېلمه نه دی
تاراجي يا نور نو څه دی
که څه بلمنگ يا چې شور خوري
يا اوگره د چا د کور خوري
په خوشۍ يې خوره مهمانه
آزار مه شه له مېزبانه
حکم دا د شريعت دی
چې درې ورځې ضيافت دی
گه چې ډېر پاتو مېلمه شي
چې خوري واړه صدقه شي
مېلمانه دوه رنگه وينه
پرې دې پوه وپوهېږينه
يو خوانده بل ناخوانده وي
چې په خوان يې نشانده وي
ناخوانده مېلمه د خدای وي
چې خوانده وي ستا برای وي
چې دخپل مېلمه عزت کړې
د خدايي به لا حرمت کړې
په هر کور چې ورېشينه
سړی خپل قسمت که خورينه
د کاله څښتن نېکنام کا
په لقمه چې يې خوږ کام کا