نظم
د مهمانۍ د ثواب
Khushal Khan Khattakتر دا بله په کوم وي
نېکنامي يې ور معلوم وي
راشه واوره له ثوابه
روايت له بو ترابه
هر سړی چې مېلمه دوست وي
چې دده په هډو پوست وي
په امان بويه له ناره
که گناه لري بې شماره
گورستان به يې جنت وي
چې ژوندون يې په قيامت وي
چې له گوره نه پاڅينه
دده مخ به روشن وينه
روښنايي به يې ترماه
د مخ ډېر به وي اگاه
جنتي براق به راشي
چې دده صفت په چا شي
د جنت سرو پايونه
د جنت کښلي تاجونه
تاج په سر جلي آخستی
د براق واگې آخستی
و جنت ته به روان شي
په څور نگ به دا شان شي
او يا زره روستو وړاندې
فرښتې په جلب کاندې
په دا شان به دده تلل شي
په جنت کې به داخل شي
په محشر کې به غوغا شي
دا ويل به د هر چا شي
چې يې هسې کر و فر دی
مگر دا يو پېغمبر دی
فرښتې به جواب ور کا
په دا رنگ به يې خبر کا
چې دا مرد پېغمبر نه دی
مېلمه دوست و ځکه ښه دی
په دنيا يې چې بخښلي
اوس دانه دانه اخلي
نن يې کار په کرامت دی
پرې ښايي ځای يې جنت دی
چې د چا کره ورځينه
مېلمه واوره هسې وينه
چې آواز يې د پښو اروي
يا نظر يې په ديدار وي
د کاله څښتن پرې خوش شي
نور حرام په ده آتش شي
په مېلمه ته ښه نظر کا
هومره بخره به خدای ور کا
څو يې ښاد وي په ورتلنه
هومره غم به ځي له ده نه
څو دده په خدمت ښوري
برکت به باندې اوري
څو دده کره چې خورينه
گناهونه به ترې ځينه
څو دده په ديدار ښاد وي
په نېکۍ به د خدای ياد وي
چې مېلمه سره لاس نسي
په خندا شي ورته کسي
چې کنار ور سره کاندې
خرمې شي په ده باندې
که گناه يې تر شمار تېر دي
پاک شي دی که هر څو ډېر دي
چې مېلمه له تانه ځينه
ور سره وکړه ته مينه
ور سره ځه اوه گامه
مسئله ده له کلامه
په هر گام چې مقرر شي
باندې بند د دوزخ ور شي
څو چې ډېر کېږدي گامونه
ډېر به ډېر مومي کامونه
د خلد ورونه به پرې وا شي
په اوه گامه سو د دا شي
پېغمبر دي فرمايلي
په مېلمه چې وي ښاغلي
په جنت کې به تحقيق وي
بيا به ما سره رفيق وي
چې خالي وي له مهمانه
اوه ورځې کور ای جانه
له فرشتو نه به خالي وي
په کې ځای د يو او پېري وي