غزل
د ماړه تر فهمه هيڅ نه ده غنمينه
Khushal Khan Khattakد ماړه تر فهمه هيڅ نه ده غنمينه
ولې وږي ته حلوا ده اوربشينه
په توانگر باندې اطلس لکه شړۍ وي
په نادار باندې شړيه ده ورېښمينه
و مجنون ته د ليلا خبرې وايه
نه له علمه، له مذهبه، نه له دينه
هغه خدای چې د هجران غمونه راکړل
که د وصل ښادي راکا توان لرينه
خدايه کله به ديدن د اشنا راکړې
چې به زه پرې ماتوم د زړگي مينه
يو ځل بيا په حيات وليدای په سترگو
بيا له پسه که مردن وي هم دې وينه
لمر په کوم لوري پرېوځي، چېرته خېږي
په خوشال باندې يوه شوه توره سپينه