نظم

د مغول په بند کې

Khushal Khan Khattak

زمانې له ښو يارانو نه مهجور کړم

څه بلا يې مبتلا په ډېر ضرور کړم

د يارانو غم هومره په شمار نه دی

چې يې چا ته په کاغذ باندې منظور کړم

د بڼو اوښکې مې پاسه پرې تارونه

بېلتانه په تن په مثل د تنبور کړم

چې په مخ مې لويې لويې اوښکې ولاړې

تويول دمرغلرو په کافور کړم

اوس په ما دخوشحاليې نوم جوړ نه دی

چې دا هسې زمانې له غمه پور کړم

ما وې تړک به سره وچوم له غمونو

ولې لا تر اوسه پايم خدای صبور کړم

نوره واړه پښتونخواه په ځای مېشته ده

خو يو زه دې زمانې پکې منصور کړم

اشرف خان په ناپوهۍ په غم کې ونښت

زه دده غمونو لا په زړه رنځور کړم

جدايي د صدر خان لکه سور اور وه

که د واړو فرزندانو غم چور چور کړم

سل تڼاکې مې هر آه سره په زړه شي

په درون يې لکه وږی دانگور کړم

هغه وخت مگر دخدای په وعده راشي

چې په بيا دخېلخانې سره سرور کړم

دهر مخ خالونه داغ زما د زړه دي

زه حيران يې يادول په کوم دستور کړم

دا ارمان مې هيڅ ارمان سره سم نه دی

که په زړه کې ارمانونه نا محصور کړم

مرگه هومره مهلت راکړه په جهان کې

چې جمدر دمدعې په وينو سور کړم

چې مې اوس له لاسه ووتې اسمان شوې

د هغو خبرو څه لره مذکور کړم

که يې درست د مټو زور راته ښکاره کړ

بيا فلک سره کشتي په خپل دستور کړم

نه به بيا په غاړه کښېږدم د ننگ توره

نه به بيا په قوم کې کښېنم نه به هور کړم

عجب مار مې جاروتلی تر دوو پښو دی

مگر لوی پاړو پيدا شي چې يې دور کړم

مست هاتيان خوني مزري په زنځير کېږي

بويه داچې ځان فلک وته تربور کړم

په خپل آه مې باور شته اثر به وکا

رقيبان به اور لړوني د تنور کړم

يو دوه سری مار مې پروت په دواړو پښو دی

په ديدن يې له نشاطه نه نفور کړم

پاړوگان د پېښور واړه ناقص وو

دايم هند لره روان شوم که يې دور کړم

چې مې فکر د ازل په تورې وشي

په دا کار کې خپل پردی واړه معذور کړم

دا بيان مې د غعد په کال ويلی

په شعبان چې د لاهور په سيند عبور کړم

واړه خلک دخوشال په پت ولاړ دي

بخته تا له کومه لوريه راحضور کړم!