نظم
د مغول په طباخ ډېر يوسف مندړ دي
Khushal Khan Khattakد مغول په طباخ ډېر يوسف مندړ دي
لکه وږي مچ ډېرېږي درنگ تر درنگ
که کعبه که يې قبله ده، خو ټنگه ده
په پيسه پسې به درومي تر فرسنگ
که پيسه د ملنگۍ په لباس مومي
موصله به د گيدړ کا پسې لنگ
نظم
د مغول په طباخ ډېر يوسف مندړ دي
لکه وږي مچ ډېرېږي درنگ تر درنگ
که کعبه که يې قبله ده، خو ټنگه ده
په پيسه پسې به درومي تر فرسنگ
که پيسه د ملنگۍ په لباس مومي
موصله به د گيدړ کا پسې لنگ