نظم
د مغولو سره گډ په زيست روزگار کې
Khushal Khan Khattakد مغولو سره گډ په زيست روزگار کې
غوريه خېل دي يا ترين دکندهار
که سودا ده که خوېښي که نوکري ده
نور پښتون دی له مغولو نه وېزار
په دا دور چې کوټونه په کې ساز شول
يوسفزي تر دا دواړو دي مردار
کشميري به هم دا هسې رنگه نه وي
چې تر ښځې د مغولو خدمتگار