نظم
د مغولوالې حال
Khushal Khan Khattakراته درست د ډيلي شهر و بوستان
چې په کې وو باز، باقي، سعادت خان
په هغه زمان چې دوی له ما روان شول
بلا سخت يم چې يې نه مرم په هجران
چې د دېو له ديدنه نه محروم شوم
که رښتيا وايم زه اوس شوم په زندان
خېلخانه مې لکه باغ زه يې باغوان وم
څه عجب و بله جوړ وو باغ باغوان
زمانه چې باغ باغوان وبله بېل کا
دا بېلتون په دواړه توکه دی خريزان
چې يو گل د هغه باغ ويني په سترگو
په باغوان باندې ښادي وي هر زمان
دمجنون څېره تصوير په کاغذ گوره
زه هم هسې هډ و پوست يم استخوان
په جهان کې هر څوک يو ځله په مرگ مري
زه يې مرگ مرم نه يو ځل زمان، زمان
په ناحق د اورنگزېب په بند بندي يم
خدای خبر دی په تهمت او په بهتان
زه په ځان کې گناه نه وينم په خداېږو
ولې نور خلک خبرې کا شان شان
دگناه مې سرشته نه ده معلومه
مگر خپل هنر د ځان وينم تاوان
لکه زه وم په راستۍ په درستۍ کې
دمغول په خدمت نه و بل افغان
بادشاهانو لره ترس د زړه بايده دی
مروت، غور رسي، عدل و احسان
څوک به چا لره په داد او په فرياد ځي
چې په ظلم راضي من شول بادشاهان
طبيبانو ته هيڅ مه وايه خوشاله
قادر خدای به و کا د درد درمان
چې زما په خېلخانه په ولس وشول
و دې نه شي په هندو په مسلمان
چې د خپل پردي تميز ورباندې ورک شو
بادشاهان دخپل دولت کاندي نقصان
اورنگ شاه بادشاه که تل کا هسې چارې
لکه اوس يې په لاس ونيوی امان
يا سږ کال يا په بل کال به خلک واوري
چې جويونه شي د سرو وينو روان
زه لا څه يم نور به هم زما په رنگ کا
څو خانان دي نوم په نوم دکوهستان
چې زړه سوی په پلار په زويه باندې نه کا
دهغه به څه صرفه وي په جهان
له غروره هسې مست بې خوده لاړ دی
چې نظر يې هورې پاس دی په اسمان
د داد خواه ځواب لاټی يا کوتک دی
په دربار چې يې غوغا کا داد خواهان
وبه نه وايي چې ولې دادې څه کړل؟
که په ملک يې قتل عام کاندي خانان
نه يو حرف د صوبه دار نه شل مخضره
چې رقوم يې په خپل مهر کا قاضيان
رفتگي، بډې، رشوت، حمايت بويه
که څوک غواړي د خپل کار سر او سامان
د هر چا څخه چې دا څيزونه نه وي
په دربار به سرگشته گرځي حيران