غزل

دا معنې دي زورورې

Khushal Khan Khattak

دا معنې دي زورورې

سمې چېرې دي خبرې

څوک چې لب کا سره بيارته

ځنې تويې شي شکرې

څوک چې کېوځي په ويلو

واړه وايي خاورې سرې

د مشکڼو په بازار کې

تويې نه وي مرغلرې

خپلې خپلې شلومبې ستايي

چې شلومبې پلوري گوجرې

هر هر سکڼی يې وگوره

په هنر رغېږي زغرې

ډېر دې ښه ووی خوشاله!

بس کړه درومه ډېر لرې